غزني کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د غزني ولایت د پوهني ریاست د ښوونیزي څارني غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د یونسیف نړیوالي مؤسسي په مالي ملاتړ د پوهني له وزارت سره په ګډه همغږي په لاره اچول شوی ده، چې د غزني مرکز او اړوند ولسوالیو د ښوونیز څار ۲۴ تنه غړو ته له مرکز څخه د راغلو ترینرانو له لوري ،د تعلیمي نظارت سیستم د پیاوړتیا ، د تعلیمي څار د نویو طریقو، پلان جوړوني ، ادارو ترمنځ همغږي، د زده کړي له بهیر څخه د پاته شویو زده کوونکو د عواملو او حل لارو، راپور ورکول ، محلي ټولګیو جوړه ول ، د زده کوونکو د تعلیمي سطحي اندازه کول او د ښوونکو د اړتیاو او هغوي ته د رسیدني او حل لارو په موخه زده کړه او معلومات ورکول کیږې ، چې د نوموړي ورکشاپ تر پایه به د نورو اړینو مسایلو او موضوعاتو اړوند د نظریاتو بدلون او بحثونه هم وشي.
