غزني ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
25

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د بابا په سیمه کې د دروېش لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، چارواکو، علماءکرامو، مشرانو او د یادې ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.

یاده ودانۍ چې ۹ درسي ټولګي، دغونډو تالار، کتابتون او نور اړین محلقات به ولري، د ځايي اوسېدونکو په مالي مرسته د ۱۰ مېلیونه افغانیو لګښت سره په دوو پوړونو کې جوړېږي.

د چارواکو په وینا، د دې ودانۍ په جوړېدلو سره به د ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

د افغانستان. اسلامي ا.مارت د پوهنې وزارت مشرتابه د خلکو، په ځانګړې توګه د غزني ولایت علم پروره ولس له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ. 
پلاوي د خپل سفر اساسي موخه د پوهنې له چارواکو سره لیدنه او د دعوت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۰
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، نن د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنۍ/ابتدايه دورې کلنۍ ازموینې پیل شوې.
 ټاکل شوې ده، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳
Background image

په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

«د ارزونې د اجراآتو لارښود، پلان جوړونې او راپور لیکنې» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې یو ورځنی مسلکي سیمینار، د لغمان ولایت مرکز کې د مسلکي پراختیا علمي غړو، مسئولینو، د ښوونځيو او. . .

BACK TO NEWS