غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د پتاب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مخورو لخوا، پر څلور جریبه وقف شوې ځمکه کې کښېښودل شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر په دغو مراسمو کې د سیمې له خلکو، په ځانګړي ډول له محترم سلطان شاه څخه، چې خپله۴۰۰۰ متره مربع ځمکه یې د ښوونځي لپاره وقف کړې ده، مننه وکړه او ویې ویل: د پتاب ښوونځی به پر دوه جریبه ځمکه جوړ شي، چې څلور درسي ټولګي، یوه اداري خونه او احاطوي دېوال به ولري.
د یادې پروژې لګښت نږدې یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د شورا غړي، ځوانان او د زده کړو ملاتړي کسان یې تمویلوي.
