غزني ولایت کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
پوهنې وزارت،غزني: غزني ولایت کې مرکز پورې اړوند، د وزیرآباد او احمدآباد په نومونو دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
د یادو ښوونځیو ودانۍ د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۱۷ میلیونه او ۳۸۷ زره افغانیو په لګښت سره، په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي،چې دا یو پوړیزې ودانۍ هره یوه، ۱۲ ټولګي، ورزشي لوبغالي، د اوبو څاه، د احاطې دیوال، بریښنایي سیستم او نورې ټولې آسانتیاوې لري.
هیره دې نه وي چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره ( ۱۲۰۰) زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شو