زابل کې زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالې کورسونه جوړ شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱:۱۵
ایجاد کورس‌های آماده کی کانکور برای شاگردان مکاتب در ولایت زابل

د پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالي کورسونه پیل شول.

دا کورسونه د زابل د پوهنې ریاست په همکاری او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازِي ډاکتر زلمي زابلې په مالي لګښت جوړ شوي، چې د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور د تیاري او ساینسي مضمونونو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي تر څو زده کوونکي د راتلونکي کال د کانکور ازموینې ته چمتوالی ونیسي.

د زابل د پوهنې رئیس نصرالله زاهد د یادو کورسونو جوړول د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو لپاره ډېر ضروري وبلل او د دولسمو ټولګیو له ټولو زده کوونکو نه یې وغوښتل، چې په جوړ شویو کورسونو کې ګډون وکړي او د کانکور آزموینې ته چمتوالی ونیسي.

د یادونې وړده، چې د زابل د پوهنې ریاست په تېرو کلونو کې هم د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته ورته کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS