زابل کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې څلور پوړیزه ودانۍ جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۹:۵۳
زابل کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت زده کوونکو ته د اوسیدو لیلیه جوړیږي

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې کمپلیکس د جوړېدو د بنسټ دبره  د زابل  د والي رحمت الله یارمل، د پوهنې رییس نصرالله زاهد او یو شمېر نورو سیمه ییزوچارواکو لخوا کیښودل شوه.
دا ودانۍ، چې د زده کوونکو د اوسېدو لپاره به هر ډول امکانات ولري د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې یې رغنیزې چارې بشپړېږي. 
دزابل والي رحمت الله یارمل  وايي، چې د لیلیې دغه کمپلیکس دشیخ متی عالی بابا لیسې په انګړ کې په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې د ۳۰۰ زده کوونکو د اوسېدو ظرفیت به ولري. د یاد تعمیر پر جوړېدو څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
همدارنګه د پوهنې رئیس محترم نصرالله زاهد وویل چې د تړلو ښوونځیو د خلاصون او د زابل په ګوټ ګوټ کې ټولشموله پوهنیز خدمات يې لومړیتوب دی او زیاته هڅه به وکړي چې په دا ډول رغنیزو پروژو سره دې بهیر ته وده ورکړي.
دیاد ولو وړ ده ، چې ددغې ودانۍ له جوړېدو سره به د یاد ولایت  دنا امنو ولسوالیو ډېر شمېر هغو زده کوونکو ته چې د ځینو لاملونو له امله نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي؛ د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS