زابل ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت ، زابل: د زابل ولایت قلات ښار پورې اړوند بي بي خالا ښوونځي ته نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۸ ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۵ غرفې تشنابونه، د احاطې ديوال، زده کوونکو لپاره ۳۲۰ پایې میزونه او څوکۍ او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري چې په جوړیدو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د تعليم خوندې چاپیریال برابر شو.
د زابل ولایت پوهنې رئيس نصرالله زاهد د یادې ودانۍ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه، له زده کوونکو يې وغوښتل چې د ودانۍ ساتلو ته جدې پاملرنه وکړي.