رسنیز بلنلیک

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۳:۵۳
14

ټاکل شوې ده، چې د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت مشرتابه پلاوي او مسئولینو، د افغانستان اسلامي ا/مارت لوړ پوړو مېلمنو، علماءکرامو، چارواکو، ښوونکو او زده کونکو په حضور کې په رسمي ډول پیل شي.

وخت: ۱۴۴۶/۹/۲۰ ه ق/ ۱۴۰۴ لمریز کال، د وري/حمل میاشتې لومړۍ نېټه، پنجشنبې ورځ، د سهار ۸:۳۰ بجې؛

پته: د کابل ښار لسمه ناحیه، شهرنو، زنبق څلورلارې، د اماني عالي لېسې د غونډو تالار؛

د هېواد د رسنیو ټولو محترمو خبریالانو ته په خورا درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو شاندارو مراسمو په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري او مرسته وکړئ.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS