د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال په کونړ ولایت کې د ښوونځیو جوړېدو په اړه څو لنډ خبرونه
- پوهنې وزارت په کونړ ولایت کې د ۱۰ مېلیونه ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت، د ۲۶ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې پیل کړې، چې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
- د ۳۰ مېلیونه ۵۲۸ زره افغانیو په لګښت د ۳ بابه ښوونځیو د نویو ودانیو د پروژو ترڅنګ چې د جوړولو چارې یې روانې دي، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته د عامو خلکو لخوا د ۸ مېلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ښوونیزو مرکزونو بیارغونې او ترمیم چارې ترسره شوې دي.
د پوهنې د ملاتړو بنسټونو په مرسته د ۱۹ مېلیونه ۱۴۰ زره افغانیو په لګښت، په همدغه ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو څاګان کیندل شوې دي.
- د کنړ ولایت پوهنې ریاست تر چتر لاندې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۱۳۴۵ سیمه ییز ټولګي جوړ او فعال شوي دي.
- د پوهنې د ملاتړو ادارو له خوا په کونړ ولایت کې ۱۹ زره زده کوونکو ته، ۲۱ زره۸۰۰ ټوکه درسي کتابونه او نور درسي توکي وېشل شوي دي.
- د کونړ ولایت په ۱۵ ګونو ولسوالیو کې د ۵۰ تنو زده کوونکو په ظرفیت لیلیه مدارس جوړ شوي، چې سلګونه زده کوونکي پکې د علم او پوهې په ترلاسه کولو بوخت دي.
- د روان کال په اوږدو کې د کونړ ولایت معارف دوسته خلکو، ۱۴ بسوې ځمکه پوهنې ته وقف کړې ده.
