د یونسکو او آیسیسکو ملي شورا کمیسیون د پوهنې وزارت د سرپرست تر مشرۍ لاندې لومړنۍ غونډه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
moe

کابل– پوهنې وزارت: د یونسکو او آیسیسکو ملي عالي شورا لومړنۍ غونډه د پوهنې سرپرست وزیر او دیادې شورا د افتخاري رییس ډاکټر محمد میرویس بلخي په مشرۍ تر سره شوه.
یاده غونډه، چې د پوهنې وزارت د غونډو په تالارکې جوړه شوي وه، د یونسکو او آیسیسکو د روان ۲۰۱۹ میلادی کال عملیاتی پلان، د یاد کمیسیون کړنې او نوې طرحي د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ارزونې او تصیمم نیونی لپاره وړاندې شوې.
د پوهنې وزارت سرپرست د یونسکو او آیسیسکو د ملي شورا کمیسیون ۲۰ ماده ییزه عملیاتي پلان، برنامې او کړنې د پوهنې د ودي او پرمختک په برخه کې موثرې او ګټورې و بللې و همدارنګه یې د پوهنې په برخه کې د یادو برنامو دلا ښو ښوونیزو خدمتونو او لاسته راوړڼو په هکله ټینګار وکړ.
ډاکتر بلخي زیات کړه، چې افغانستان په لوړه کچه فرهنګي ظرفیتونو، د لوی اسلامي تمدن او تاریخي ځایونه په لرلو سره د نړیوالې ټولنې له پامه لرې پاتې شوی، باید د یونسکو او آیسیسکو په مټ نړیوالې ټولنې ته په روان میلادی کال کې معرفي او ورته لومړیتوب ورکړل شي.
پوهنې وزارت سرپرست د یونسکو او آیسیسکو ملی شورا د مرکزي دفتر نه د نجونو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د لیک او لوست په برخه کې د مرستو او همکاریو د دوام غوښتونکي شو.
د یادولو وړه ده، چې ډاکټر محمد میرویس بلخي د پوهنې وزارت سرپرست او په افغانستان کې د یونسکو او آیسیسکو افتخاری رییس دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS