د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ له لوري د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د زدهکوونکو د قرطاسیې، د ښوونکو د ښوونیزو توکو او د ښوونځیو د اداري موادو په برخو کې مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې ۳۳۱۷ کڅوړې د ښوونکو درسي مرستندویه مواد، ۴۴۰ کڅوړې اداري توکي او ۸۸۰ کارټنه پاکوونکي مواد شامل دي، چې د جوړ شوي پلان له مخې به د دغه ولایت د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي زدهکوونکو ته ووېشل شي.
