د کور څخه تر ښوونځۍ د کتاب کاروان

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۸:۵۹
د کور څخه تر ښوونځۍ د کتاب کاروان

دهلمند ولایت دشهید انور خان لیسي له لوري ۳۴۸۱ جلده درسی کتابونه راټول شوي

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت دپوهنې ریاست اړوند د شهید محمد انور خان لیسې له لوري د کور څخه تر ښوونځۍ پوري د کتاب کاروان تر نامه لاندي ۳۴۸۱ د لومړي څخه تر دولسم ټولګي پوري کتابونه راټول کړی دي.

د شهید محمد انور خان لیسې مدیر ښادي خان الهام وایي چي د زده کوونکو په مټ وتوانیدو چي ۳۴۸۱ جلده کتابونه د زده کوونکو د کورنیو څخه راټول کړو.

هغه زیاتوي چي لا هم پدې برخه کي هڅه روانه ده تر څو د زده کوونکي والدین هم یادي برخي ته وهڅوي.

د همدې غونډي پر مهال د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د شهید محمد انور خان ښوونځۍ د ادارې مننه وکړه چي د ښوونځۍ په هره برخه کي یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي دي هغه وویل چي د کور څخه تر ښوونځۍ د کتاب کاروان تر نامه لاندی یې څه باندي درې زره کتابونه راټول کړي دي.

ښاغلي صفاري وویل هیله لرم چي دا ځل د هیواد په سلو غوره ښوونځیو کي د کیفیت له مخي یاده ښوونځۍ هم شامل سي.

د هلمند پوهنې رئیس همداراز وویل، چي د مدني ټولنو، قومي مشرانو او ولسي وګړو غوښتنه کوو چي د کتاب په راټولو کي د پوهنې ریاست سره هر راز همکاري وکړي تر څو د کتابونو د نشتون ستونزه د ډېره هواره شي.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم یو شمیر ښوونځیو د زده کوونکو او د ښوونځیو د ادارو له لوري یو شمیر کتابونه راټول شوي او یو اندازه ستونزه ورباندي هواره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS