د کنړد زده کوونکو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره شوې
د کنړ ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د سرکاڼو ولسوالۍ د ټانګو، پشد، بحر آباد او سرکانو لیسو د زده کوونکو تر منځ ذهني سیالۍ جوړې شوې
د یاد ولایت د پوهنې ریيس استاد مجیب الرحمن همدرد د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو جوړول د هغوی د ذهني ودې لپاره خورا ګټور وبلل او یادونه یې وکړه، چې ددغو سیالیو لړۍ به د کنړ نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.
د هغه په وینا له دې کار سره به له یو لوري تکړه زده کوونکو تشویق شي او له بل لوري به نور ټول زده کوونکي وهڅول شي، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي.
د ښاغلي همدرد په وینا، چې ددې ولایت په ښوونځيو کې د درسي کیفیت لوړېدو ته جدي پام کوي او هڅې یې دادي، چې ټولو زده کوونکو ته په متوازن ډول ښوونیز خدمتونه ورسوي.
په یاده سیالۍ کې د سرکاڼو لیسې لومړي مقام، د پشد لیسې دوهم مقام او د بحر آباد لیسې زده کوونکو دریم مقام تر لاسه کړل .
