د کندهار ولایت د پوهنې رياست اړوند سکتورې غونډه جوړه شوه.
د پوهنې رياست اړوند سکتورې غونډه چې د ياد رياست او د يو شمير ملکي ادارو، همکارو موسساتو او انجوګانو ترمنځ هره مياشت د پوهنې د رئيس تر مشرتوب لاندي جوړيږي يو ځل بيا ياده غونډه د ياد رياست په مقام کي د پوهنې د رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي په مشرۍ جوړه شوه.
په نوموړې غونډه کې د اقتصاد ریاست استازی , د ملي راډیو تلویزیون آمر , د کندهار پوهنتون استازی انجنیر محمد ناصر نیکزاد , د ښوونکو د روزنې د عالي مۇسسې ریس مصطفي سعید تر څنګ د پوهني ریاست اړوند مۇسساتو Unisef,CoAR, N R C, Acbar, hrdaږ, OHW, KRO , Save the children ,ACDO ) استازو پکښي ګډون کړی و .
په پیل کي د عمومي زده کړو آمر مفتي قدرت الله الوصال ګډون والو ته د پوهنې د نوي رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي معرفت وکړ او هیله یې څرګنده کړل ترڅو د راتلونکي په څیر خپلو کړنو ته ادامه ورکړي.
ورپسې ښاغلي نقشبندي د همکارو مۇسساتو څخه مننه وکړل چي وخت پر وخت یې د پوهني ریاست سره همکاري کړې او لا هم دوام ورکوې نوموړي یادو موسساتو ته هغه اړتیاوي چي يه اوسني وخت زده کوونکي ورته سخته اړتیا لري په ګوته او د همکارۍ غوښتنه وکړل چي د ګډون کوونکو مؤسساتو لخوا د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړل شوو.
