د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانيستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۵۶
د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانيستل شو

د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ کې د خواجه علي بابا لومړنى ښوونځى د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي،د کندهار والي الحاج روح‌الله خانزاده، د پوهنې رئيس محب احمد روشان، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پرانيستل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، لومړى د ډنډ ولسوالۍ مخور شخصيت حاجي عبدالنافع د سيمې د اوسيدونکو په استازولي د پوهنې وزارت سرپرستې او د ولايت والي راتګ ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د پوهنې وزارت له رهبري مننه وکړه چې د يادې ولسوالۍ د ستونزو د حل په برخه کې يې هلې ځلې کړي او د ښوونځيو د کمښت ستونزې ته يې هم پاملرنه وکړه.

آغلې رنګينې حميدي د دې ښوونځي په پرانيستې خوښي څرګنده کړه، او له کورنيو يې وغوښتل څو ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو په ليږلو سره، له دې وزارت سره همکاري وکړي.

همداراز د پوهنې رئيس محب احمد روشان هم د ښوونې روزنې د وضيعت د ښه کيدو په موخه د پوهنې وزارت له ملاتړه مننه وکړه او زياته يې کړه: د ياد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرأ برنامې لخوا د ۳۷۳۶۵۰۰ افغانيو په لګښت سره، ۸ مياشتو کې جوړه شوې، چې ۶ ټولګي، ۳ غرفې تشنابونه، د څښاک اوبو څاه او نورې اړينې آسانتياوې لري، نوموړي د يادې ولسوالۍ له اوسيدونکو وغوښتل چې د ودانۍ ساتنې او د زده کوونکو روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي وويل: د ليريو پرتو سيمو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابرول د پوهنې وزارت له لومړيتوبو څخه دى، نوموړې ټينګار وکړ چې د افغانستان پوهنيز نظام لا ډير کار ته اړتيا لري، نن هغه وخت رسيدلى چې د زده کړو د کيفيت لوړولو او د غوره او په نړۍ والو معيارونو برابر د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کړيزې چوپړتياوې وړاندې کړو او په دې برخه کې ډيرې هڅې وکړو.

د يادونې وړ ده،چې د دې ښوونځي په جوړيدو سره، هغو ماشومانو ته چې د بيلابيلو دلايلو پر بنسټ له زده کړو محروم شوي، د زده‌کړو خوندي چاپيريال برابر شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS