د کندهار ولايت ددولسمو ټولګيو زده كوونكو څخه دكانكور آزمايښتي آزموينه واخيستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۳:۵۳
د کندهار ولايت ددولسمو ټولګيو زده كوونكو څخه دكانكور آزمايښتي آزموينه واخيستل شوه

دکندهار ولایت مرکز دیو شمیر دولسمو ټولګيو له زده كوونكو ځخه دكانكور آزمايښتي آزموينه واخيستل شوه.
په دې آزموينه كې د مركزاړوند دهلكانو او نجونو دليسو د دولسمو تولګيو زده كوونكو برخه اخيستي وه.
ددې آزموينې داخيستلو موخه دكانكور د آزموينې دسوالونو پر حل او دپوهنځۍ پر انتخاب ځان پوه كول وه.
هغه مراسم چي په همدې موخه د کاکا سیداحمد او ظاهر شاهي لېسو کي جوړ شوي وه د پوهني د رئیس عبدالقادر پیوستون ترڅنګ د ښاري نظارت امر جمال ناصر اسلان، د یادو لېسو امرینو او ښوونکو ګډون کړی و. د پوهني رئیس په خپلو خبرو کي لومړی د یادو لېسو د امرینو څخه مننه وکړل چي د خپلو زده کوونکو لپاره یې د ازمویښتي کانکور زمینه برابره کړل ترڅو دوی وکولای شي په عمومي کانکور کې په دقت سره خپلي ازمویني ته پام وکړي ترڅو وړ پوهنځیو ته لاره پیدا کړي.
دغه راز پیوستون په آزموینه کي ګډون کوونکو زده کوونکو ته لارښوونه وکړل چي د ازمایښتي کانکور د لارښوونکو باتجربه ښوونکو لارښووني ته خاصه پاملرنه وکړي او هغه نقاط چي دلته په ازموینه کې ورښودل کیږي په ګټه اخیستني سره په عمومي کانکور کي وکاروي دغه راز یې غوښتنه وکړل چي په کانکور کي د پوهنځیو په انتخاب او د فورم په ډکولو کي ډیر حساس اووسي ترڅو د خپلي خوښي پوهنځۍ ته لاره پیدا کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS