د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۲:۸
د NRC موسسې سیمه ییز استازي د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې له آمر مولوي محب الله سعادت سره وکتل او د پوهنې په برخه کې یې د لازمو مرستو په باب خبرې وکړې او د همدې ادارې په مالي مرسته یې په یاده ولسوالۍ کې د شیخ بوستان لېسې د بیارغونې چارې پیل کړې

د NRC موسسې سیمه ییز استازي د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې له آمر مولوي محب الله سعادت سره وکتل او د پوهنې په برخه کې یې د لازمو مرستو په باب خبرې وکړې او د همدې ادارې په مالي مرسته یې په یاده ولسوالۍ کې د شیخ بوستان لېسې د بیارغونې چارې پیل کړې.

د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حضرت شاه د دې ولسوالۍ د دیني مدارسو له مسوولینو سره ناسته وکړه.

نوموړي د بېلابېلو ښوونیزو مسايلو د بحث پر مهال له هغوى وغوښتل، چې د يادو بنسټونو پر زده کوونکو د WFP موسسې مرستې په عادلانه او شفاف ډول ووېشل شي.

د کندهار ولايت د تخته پل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي نعمت الله الفت د دې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې يې د يادو ښوونځيو ښوونکي د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې وهڅول.

د نېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالکبير الهام د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو له آمرینو، ديني عالمانو او مخورو سره مشورتي ناسته وکړه او د دیني مدارسو او ښوونځيو د شته ستونزو په باب يې ورسره مشورې وکړې او د حل لارې يې ورته ولټولې.

 د پوهنې آمر د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې له پوهنې سره دې مرسته وکړي.

د خاکريز ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالحنان فيضاني د چنار لېسې اداري او تدريسي چارې وڅېړلې او له خلکو يې وغوښتل، چې ښوونځيو او دیني مدارسو ته د خپلو ماشومانو په لېږلو سره له ښوونیزو بنسټونو سره مرستې وکړي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS