د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په هلمند ولایت کې پوهنې وزارت ته ۲ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۱
اشسطا

په هغه غونډه کې چې پکې د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د عمومي اراضي او وېش رئیسانو ګډون درلود، پوهنې وزارت کې د تعلیمي زیربناوو د ملاتړ او پراختیا په اړه د افغانستان د اسلامي ا.مارت د مشرتابه عالي مقام د حکم سره سم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په رسمي ډول د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۲ جرېبه ځمکه د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته انتقال کړه.

د پورته ذکر شوې ځمکې اسناد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د عمومي اراضي او وېش د رئیس محترم مولوي سید محمد سعید او د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس لخوا لاسلیک او په رسمي ډول یاد وزارت ته وسپارل شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي او پراختیایي پروګرامونو لپاره د رسمي ادارو او د افغان علم پروره ملت له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS