د کتابتونونو د کاری ټولنې غونډه وشوه
د پوهنې وزارت، کابل: د مرکز او ولایاتو ښوونځیو د کتابتونونو د تمویل، تجهیز او تأسیس په موخه د کاري ټولنې غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست کې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیسې آغلې لیلا ساماني، د شانتي د رضاکارانو موسسې، زنان کانادا برای زنان افغان، د چهارمغز فرهنګي موسسې، د افغانستان د معلوماتو مرکز، د آفرن ادارې، د باران انتشارات استازو او د کتابتونونو د برخې مسوولینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د ولایاتو د کتابتونونو عمومی مدیر نصیر احمد علی زی په ښوونځیو کې د کتابتونونو د وضعیت او راتلونکو پراختیایی پروګرامونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
وروسته د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیسې آغلې لیلا ساماني د ټولو هغه موسساتو او ادارو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه کوم چې د ښوونځیو د کتابتونونو په برخه کې له پوهنې وزارت سره کړي، آغلې ساماني د یادو بنسټونو له استازو څخه وغوښتل ترڅو په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، دغه راز په غونډه کې د موسساتو او مرستندویه ټولنو استازو په خپل وار سره په هیواد کې د کتابتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه خپلې غوښتنې او څرګندونې شریکې کړې او په راتلونکي کې یې د هیواد د ښوونځیو له کتابتونونو سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
