د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره نږدې د ۴ زره کڅوړې مرستندویه درسي توکومرسته شوې
د یوې همکارې ادارې له لوري د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳ میلیونه ۴۷ زره او ۲۰۹ افغانیو په ارزښت ۳۹۲۷ کڅوړې مرستندویه درسي توکو مرسته وشوه.
په یادو توکو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې، خط کشونه، رنګونه، پنسلونه او نور اړین درسي وسایل شامل دي، چې ټاکل شوې ده د یاد ولایت د ښوونځیو پر ۳۹ زره ۲۷۰ زدهکوونکو ووېشل شي.
