د کابل ښار یو شمېر ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ «د پسرلني کپ» پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د دغو سیالیو څخه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رئیس مفتي محمد یوسف »ثاقب»، یو شمېر مسئولینو، روزونکو، زدهکونکو او د سپورټ مینه والو له نږدې لیدنه وکړه.
یادې سیالۍ د اړوندو ټیمونو ترمنځ تر سختو مبارزو وروسته دایرې شوې، چې بلاخره د څارونکي پلاوي له بیاکتنو او پایلو وروسته، د پوهنې پهلوانۍ ټیم لومړی مقام خپل او د سیالۍ کپ یې ترلاسه کړ.
د شاه دوشمشیره او د تیموریانو پهلوانۍ ټیمونو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامو خپل کړل. په همدې توګه، د عثماني او شمس چنداول پهلوانۍ ټیمونو څلورم او پنځم ځایونه ترلاسه کړل.
د سیالۍ په پای کې ګټونکي ټیمونه، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست او د یادې ادارې د بدني روزنې آمریت چارواکو لخوا په سپورټي کپونو، ډالیو او ستاینلیکونو سره وستایل شول.
