د کابل ښار ښوونکو لپاره اصلاحي ناسته جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۴۰
gh

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې لخوا، د یاد وزارت د مالي او حسابداري د معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، د کارکوونکو چارو لوى رٸيس محترم مفتي شفيع الله منصور، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، آمرینو او ښوونکو په حضور کې د کابل ښار پوهنې رياست اړوندو مرکزي ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیزه ناسته ترسره شو.
ياده ناسته د قرآن‌‌‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو; ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معين ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووايه او د ښوونکو د دندو، مسٸوليتونو، ځانګړتياوو او اساسي موخو تشرېح کولو ترڅنګ يې، په فکري رغونه کې پوهنې کارکوونکو ته اغېزناکه وینا وکړه او د ښوونکو دنده یې د ټولنې په هراړخیز پرمختګ کې تر ټولو مهمه او اړینه وبلله.
همدارنګه د کارکوونکو چارو لوى رٸيس د خپلې وينا پرمهال په ټولنه کې ناسم رواجونه توضېح کړل او ګډون‌وال یي په خپلو دندو کې د ناسمو رواجونو په تړاو مبارزې ته وهڅول. 
د غونډې په جريان کې د بېلابېلو ښوونيزو ناحيو استادانو او ښوونکو د زده کوونکو فکري جوړښت، سالمې روزنې، د امربالمعروف او نهى عن المنکر د قانون ارزښت او عملي کولو سربېره يې، د لمانځه او جماعت په تړاو هم تفصيلي او تاثيرګذاره ويناوې ترسره کړې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د اسلامي ا/مارت د مشرتابه عاليقدر مقام د فرامينو اړوند جريدې او ورسره نغدي ډالۍ هم په ښوونکو ووېشل شوې.
 یاده غونډه د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد محترم رئیس لخوا تر لنډې علمي وینا وروسته، په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS