د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۵۰ بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو جذب لپاره د سویې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۵۰ تنو بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه، د کابل ښار په ښوونځیو کې د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښار پوهنې ریاست مسوولینو په خپلو ویناوو کې ځوانان د تعلیم او زده کړو دوام ته وهڅول او ویې ویل چې هېواد علمیت او لوستو ځوانانو ته جدي اړتیا لري.
