د کابل ښار ښوونځیو ترمنځ د فوټسال لوبډلې سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۴
شسطی

څه موده وړاندې، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت د پروګرام له مخې، د کابل ښار د ۲۰ بابه ښوونځیو د فوټسال لوبډلو تر منځ سیالۍ د مسئولینو په حضور کې پیل شوې، چې تر سختو رقابتونو وروسته د عبدالرحیم شهید عالي لېسې د زده کوونکو فوټسال لوبډلې ​​لومړی مقام، د سید الناصری عالي لېسې لوبډلې دویم مقام او د شهرک خراسان عالي لېسې لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

په پای کې د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت چارواکو، غوره لوبډلو او په سیالیو کې برخه اخیستونکو نورو لوبډلو ته جایزې او سپورټي ډالۍ ووېشلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS