د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
wret

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې پایلې د پوهنې مسئولینو، روزونکو او د سپورټ مینه والو په حضور کې اعلان شوې. د دغو سیالیو پایلوبه د حبيبيې او اماني لېسو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د حبيبيې عالي لېسې لوبډله وتوانېده، تر څو د یادو سياليو په لړ کې لومړی مقام ترلاسه کړي. ورپسې د اماني او نادریه لېسو لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړ. د ياد ټورنمنټ پر ممتازو لوبډلو د جايزو او ډاليو د وېشلو په ترڅ کې مسئولينو يادونه وکړه، چې پوهنې وزارت د هېواد بچیانو او ځوانانو روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کوې او په یاده برخه کې د همدغه وزارت هلې ځلې دوام لري. دغه مراسم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو له خوا ګټونکو لوبډلو ته د جایزو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS