د کابل ښار پوهنې ریاست کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د (سیرت النبي ﷺ ستوري) د نهایي پړاو سیالۍ په مناسبت لویه غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۵:۱
۱۲۳۴

د کابل ښار د پوهنې ریاست د خپل کاري پلان له مخې د زده کوونکو د ظرفیتونو او استعدادونو د لوړولو د پروګرامونو په لړ کې د نورو پروګرامونو تر څنګ داځل د ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو له اووم څخه تر دولسم ټولګيو پورې زده کوونکو ترمنځ د رسول اللهﷺ د سپیڅلي سیرت سیالۍ په دریو پړاوونو کې د ( ښوونځي، تعلیمي حوزو او ریاست)  په کچه په لاره اچولې وه، په یاده سیالۍ کې د کابل ښار زرګونو زده کوونکو برخه اخیستې وه او د یوې مسلکي کمېټې له لوري په ښه او شفاف ډول مدیریت شوه.
په همدې بنسټ د کابل ښار د پوهنې په ریاست کې د شنبې په ورځ(۳/۴/۱۴۴۴هـ.ق) د لس غوره زده کوونکو د تشویق او تحسین په منظور لویه غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د پوهنې وزارت مسئولینو او کارمندانو، د کابل ښار د پوهنې ریاست مسئولینو، د مرکزي څانګو آمرینو، د شپاړس ګونو ښوونیزو حوزو آمرینو، د ښوونیزو حوزو د څارنې آمرینو، د کابل ښار د ښوونځیو آمرینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب راغلو میلمنو او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې د آجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل او په غونډه کې يې د ګډون له امله له ټولو څخه مننه او کور وداني وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د وزارت د مقام په استازیتوب، د کابل ښار د پوهنې د رئیس او نورو مسئولینو له غوره خدمتونو او ګټورو تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو څخه مننه وکړه او د الله تعالی له دربار څخه یې نوموړي ته د لا زیاتو بریاوو او توفیق غوښتنه وکړه او هم یې د انسانیت د ستر لارښود، حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت، کړنو، سیاست، اخلاقو، ټولنیز ژوندانه او له ویاړه ډکو کارنامو په اړه ګډونوالو ته عالمانه وینا وکړه.
ورپسې د کابل ولایت د جهادي مدرسې استاد شیخ مولوي عبدالسمیع غزنوي د رسول اکرم ﷺ په غوره شخصیت، نیکو اخلاقو، سیاست، حکومتولۍ، اسلامي مبارزه، ټولنیز ژوند او د سیرت النبي ﷺ له نورو برخو لنډه یادونه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې حضرت محمد مصطفیﷺ د بشریت لارښود او حقیقي معلم وو او د اقتصاد، سیاست، ټولنیز ژوند، اعتقاداتو اود ژوندانه په ټولو ډګرونو کې یې انسانان په تیره بیا د جزیرة العرب خلک د تیارو څخه رڼا ته او د انسان له عبادت څخه د الله تعالی عبادت ته را دعوت کړل او دوی ته یې د ژوندانه اصول او ورسره د دنیا او آخرت د سعادت لارې وښودې. نوموړي زیاته کړه چې د پیغمبر ﷺ په سیرت باندې پوهه او علم حاصلول د ښوونکو لپاره زیات ضروري دي تر څو لومړی د رسول الله سیرت په خپل ژوند کې عملي او بیا یې خپلو زده کوونکو ته هم تعلیم ورکړي.
ورپسې د حضرت محمد مصطفیﷺ په وصف او ستاینه کې زده کوونکو هم په خپل وار سره ترانې او مقالې ولوستلې، همدارنګه د غونډې د پای په شیبو کې د یادې سیالۍ لس غوره زده کوونکو ته د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري په پام کې نیول شوي جوایز، نقدي مکافات او ستاینلیکونه وویشل شول.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پاي ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS