د کابل ښار پوهنې ریاست له کړنو څخه خبري ټولګه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۵:۱۸
123

 په تېرو دوو ورځو کې د کابل ښار پوهنې ریاست مهمې کړنې ترسره کړې، چې لنډیز یې په لاندې ډول دی:

 د کابل ښار پوهنې سرپرست او د ښوونې او روزنې آمر عبدالوکيل الهام په مشرۍ، د پوهنې رياست د تشکيلاتي جوړښت د تطبيق په موخه، له مسئولينو، د رياست له مدېرانو او د پوهنې د ساحوي آمرانو ترمنځ ځانګړې غونډه وشوه.
 
 په دې غونډه کې د پوهنې رياست سرپرست، د تشکيل د تطبيق په لاره کې شته ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د غونډې اجنډا په باب يې د ګډون والو مسئوليتونه او کاري پلانونه مشخص کړل.
نوموړي له ګډون والو څخه وغوښتل، چې د ياد رياست په راتلونکې غونډه کې دخپلو کړنو په اړه راپور ورکړي. 

 دغه راز غونډې ته دکابل ښار د ښوونيزو ناحيو آمرينو، د ښوونځيو دڅلورنيم مياشتنيو آزموينو دترسره کولو په باب خپل راپورونه وړاندې کړل، چې دګډون والو له لوري تاييد شول.

  همدارنګه، د کابل ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه د ۵۳ دایمي ناسوبو ښوونکو د برخلیک ټاکل، د بشري سرچینو ریاست ته ۳۰ تنه اداري کارکوونکي د کاري ظرفیت لوړولو په موخه ورپېژندل او د کابل ښار د ښوونځیو ۸۱۰ تنو فارغانو ته د شهادتنامو وېشل هغه موارد دي، چې په اړه يې لازم اجراآت شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS