د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل کړ
د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د صنفي اصولو ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د ۹۷مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي توکو د کڅوړو وېش پروسه، د کابل ښار پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې پیل شوه.
په یادو موادو کې د ښوونځیو د مضامینو درسي کتابونه، د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د تدریسي موادو کڅوړې شاملې دي او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۶۸۰۲۵ تنو زدهکوونکو او د ښوونځیو د اصول صنفي ټولګیو ۶۲۵۰ تنو ښوونکو ته توزېع شي.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په وینا، د دغو تعلیمي موادو وېشلو سره به په ښوونځیو کې د صنفي اصولو درسي سرچینو ته لاسرسي ستونزې حل شي.
