د کابل ښار په یوه لېسه کې د څښاک پاکو اوبو او لمریزې برېښنا اسانتیاوې برابرې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۴۵
سیبس

د کابل ښار اړوند سیدالناصري عالي لېسې لپاره د ۲۱۰ مترو په ژوروالي د اوبو يو حلقه څاه کیندلو او د لمریزې برېښنا د اسانتیاوو برابرولو پروژه، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه، ۴۰۰ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د کابل ښار پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د چارواکو په وینا، د یادې پروژې په بشپړېدو سره زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د پاکو اوبو او برېښنا اسانتیاوې برابرې او په سالم چاپېریال کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS