د کابل ښار له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د کابل ښار د پوهنې ریاست
د کابل ښار د پوهنې رئیس الحاج مولوي احسان الله خطاب د یو پلاوي او د یونیسف ادارې له استازي سره یو ځای د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د قیام الدین خادم، عبدالروف بینوا او بي بي عایشه (رض) لېسو څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د ښار د پوهنې رئيس د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د څو تعلیمي پوښتنو په وړاندې کولو سره پر ممتازو زده کوونکو کتابچې ووېشلې او هغوی یې زده کړو ته وهڅول.
ښاغلي خطاب د يادو لېسو د ښو کړنو د ستاينې ترڅنګ له ښوونکو او مسوولينو وغوښتل، چې د يو ويښ او هوښيار نسل د روزلو په موخه خپل ديني او دنياوي مسووليتونه ادا کړي.
د کابل ولایت د پوهنې ریاست
د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر د یادې ولسوالۍ د اړوندو مدارسو او دارالحفاظونو له مسوولینو سره په کاري ناسته کې د مدارسو د ښوونیز نصاب، د پوهنې وزارت د پلانونو او طرزالعملونو د عملي کولو، د لیلیو د تنظیم او په هېواد کې د دیني بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په باب خبرې وکړې.
د سروبي ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو په دې ولسوالۍ کې د مرکزي منځني ښوونځي او د سرچینې منځني ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د تدریس پر کیفیت یې ټینګار وکړ.
د کلکان ولسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني د دغه آمریت د تعلیمي څارنې له غړو سره یو ځای له مشواني ښوونځي څخه څارنه وکړه او همدارنګه په دې ولسوالۍ کې له دیني عالمانو، د کلیو له مشرانو او قومي مخورو سره وکتل او د یو باب دیني مدرسې د جوړېدو مبارکي یې ورته ورکړه.
د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت غړو په څو جلا جلا ګروپونو کې د یادې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو له ښوونیزو چارو څخه څارنه وکړه، د یادو ښوونځیو د اداري اسنادونو د څېړلو ترڅنګ یې زده کوونکو ته د ساینسي مضامینو نمونوي درسونه وړاندې کړل.
