د کابل ښار عزیر ۲ نمبر خصوصي ښوونځي ته د ګرځنده رواني درملني ټیمونه واستول شول
پوهنې وزارت- کابل: د رواني درملني لپاره د کابل ښار عزیر ۲ نمبر خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته د رواني درملني ګرځنده ټیمونه واستول شول.
دا ټیمونه چي د عامي روغتیا وزارت له لوري د رواني مشاورینو، ډاکترانو، د رواني ناروغیو او ماشومانو کارپوهانو په برخه کي ګمارل شوي دي واستول شول.
د عامي روغتیا رواني درملني ګرځنده ټيمونه ښايي د وروستي برید له امله د عزیر خصوصي ښوونځي د زده کوونکو رواني حالت وڅیړي.او د یوي اونۍ په ترڅ کي به له هغوي سره د ذهني پوهي، د ژمنتیا او منلو درملنه، په دوستانه فضا کي د ماشومانو سره لوبي، د ماشومانه مصروف ساتل، د ستونزو حل او د آرامښت او د ښه تنفس په برخه کي تمرینونه تر سره کړي.
د یادوني وړ ده چي د تیري اونۍ د ځانمرګي برید نه وروسته چي په ۸ ناحیه کي شوي وه د عزیر ۲ نمبر خصوصي ښوونځي زده کوونکي د جسمي او رواني ستونزو سره مخامخ شوي وه.
