د کابل ښار د ۷ بابو ښوونځیو لپاره د کرکټ لوبغالي جوړیږي
د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار پوهنې رئیس ډاکټر احمد ضمیر گوارا د افغانستان د کرکټ بورد رییس او دیونیسف موسسي مسوول سره ولیدل .
په یاده کتنه کې د کابل ښار د پوهنې رییس د زده کونکو ترمنځ د سپورټ ودې او پیاوړتیا او په ښوونځیو کې د کریکټ لوبو را مینځته کولو او پر مختګ لپاره د یونیسف موسسي او کرکټ بورد دهمکاریو غوښتنه وکړه .
پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د یونیسف موسسي په مالي ملاتړ او د کریکټ بورډ په همکارۍ د کابل ښار د پوهنې ریاست اړونده په اوه بابو ښوونځیو کې د کرکټ د لوبو لوبغالي (pitch) جوړ شی او هم په راتلونکی کال کې د یونیسف موسسي او افغانستان کرکټ بورډ په همکاری د کابل ښار پوهنې ریاست اړونده ښوونځیو کې د کرکټ ټورنمنټونه پیل شی.
د غونډې په پای کې، د کرکټ بورډ او یونیسف استازو پدې برخه کې د لا زیاتو همکاریو لپاره چمتووالۍ او هر اړخیزه همکاري څرګنده کړه.
