د کابل ښار د شهید عبدالرحیم لېسې او دممتاز په نامه د سواد د زده کړې له مرکز سره نږدې د چاودنو د تقبیح او غندلو په اړه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
د کابل ښار د شهید عبدالرحیم لېسې او دممتاز په نامه د سواد د زده کړې له مرکز سره نږدې د چاودنو د تقبیح او غندلو په اړه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه 

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې تېره ورځ  د روژې دمبارکې میاشتې په اتلسمه نېټه د کابل ښار اړوند د شهید عبدالرحیم لېسې او د ممتاز په نامه د سواد د زده کړې یوه مرکز ته نږدې درې چاودنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زمونږ یو شمیر مظلوم هیودوال په شهادت ورسېدل او  یو شمیر ټپیان شول . د اسلامي امارت د پوهنې وزارت یاد غیر انساني او غیر اسلامي عمل په شدیدو ټکیو غندي. الله تعالی دې د یادې فاجعې د شهیدانو شهادتونه قبول کړي، ټپیانو ته دې عاجله شفاء ورکړي، د یاد جنایت مرتکبین دې په دنیا او آخرت کې له سخت عذاب او رسوايي سره مخ کړي. د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو، د هیواد په مسئولو امنیتي ارګانونو غږ کوو، چې د یاد جنایت د عاملینو په پیدا کولو، د قانون منګولو ته په سپارلو او د تعلیمي مراکزو د امنیت په تامین کې پوره هڅه،کوشش او تلاش وکړي، ترڅو په راتلونکې کې بیا داسي ناوړه پېښې تکرار نه  شي.

شیخ مولوي نورالله منیر
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS