د کابل ښار اړوند له حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم څخه ۳۵ تنه طلاب فارغ شول
د کابل ښار په حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم کې د ۳۵ تنو طلابو او حافظانو د فراغت مراسم، د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت مسئولینو، د اسلامي ا/مارت لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو او استاذانو په حضور کې ترسره شول.
مراسم د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې ویناوالو فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې علمي زدهکړې د تعلیم په پراخولو او د نورو خلکو د دینی پوهاوي په لوړولو کې وکاروي.
د یادولو وړ ده، چې له دغو فارغانو څخه ۲۹ تنه یې د حدیثو له برخې او ۶ تنه نور د قرآنکریم د حفظ له څانګې څخه فارغ شوي دي.
پورته ذکر شوی دروند محفل، د فارغانو پر سرونو د فضیلت پګړیو تړلو، د تاېیدپاڼو وېشلو او دعائيي په لوستلو سره پای ته ورسېد.
