د کابل ولایت په چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو کې د ځینو ښوونځیو د ترمیماتي پروژو کارونه بشپړ شول
د کابل ولایت د چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د تشنابونو جوړولو، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندلو، د سولري سیسټمونو نصبولو، د دروازو ترمیم، رنګمالي او د احاطوي دېوالونو رغولو پروژې بشپړې شوې دي.
د یادو پروژو ټولیز لګښت ۷ میلیونه ۴۴۴ زره او ۳۳۴ افغانۍ دی، چې د یوه همکار بنسټ له لوري تمویل شوي دي.
