د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۴۱
dfgs

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پراچي کلي کې د معاذ بن جبل«رضی الله عنه» منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت د والي مولوي امين الله «عبيد»، پوهنې رئیس مولوي عبدالحق «حقاني»، سیمه ییزو مسئولينو، يو شمېر علماءکرامو اوقومي مخورو په ګډون کېښودل شوه.

پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد منځني ښوونځي د جوړېدو لپاره د یو همکار بنسټ له لوري ۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او په پلان کې ده چې د ښوونځي دغه نوې ودانۍ به له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۸ درسي ټولګي ولري.

د کابل ولایت والي او د پوهنې رئیس د خپلو خبرو پر مهال، د هېواد په پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې په برخه کې د پوهنې پر اهمیت د خبرو ترڅنګ، د هېواد په ټولو برخو کې د پوهنې وزارت د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په تړاو خلکو ته ډاډ ورکړ.

په ورته مهال يو شمېر علماءکرامو او د سيمې د خلکو استازو هم خبرې وکړې او په ياده ولسوالۍ کې يې د پوهنې وزارت او د کابل ولايت پوهنې رياست د پلانونو له پلي کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS