د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې له پوهنې سره د څه باندې ۵.۵ میلیونه افغانیو مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۸
sdfszd

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ او د تعليمي امکاناتو لاښه والي په موخه، د معارف دوسته خلکو له لوري د کابل ولایت د پغمان او ګلدرې ولسوالیو له پوهنې سره د ۵ میلیونه، ۵۷۲ زره او ۲۴۰ افغانیو مرسته شوې ده.
له یادو مرستو څخه ۳ میلیونه، ۴۹۷ زره او ۵۱۰ افغانۍ مرسته د پغمان ولسوالۍ او ۲ میلیونه، ۷۴ زره او ۷۳۰ افغانۍ مرسته د ګلدرې ولسوالۍ له پوهنې سره شوې ده.
یادې مرستې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو، بیارغونې او تجهیز، زده‌کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو اداري دفترونو ته د قرطاسیې او اداري توکو د برابرولو او د نورو اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخو کې په اغېزمنه توګه لګول شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په غزني کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند «چهل باغتوی پشى» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په درې پوړونو کې جوړه شوې ده، د ياد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۲
Background image

په جوزجان کې د ښوونځي لپاره يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند د مصرآباد لېسې لپاره، د سیمې د معارف دوستو خلکو په همکارۍ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت یو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ياد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

غزني کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت آب‌بند ولسوالۍ اړوند اصحاب صفه مدرسې نوې ودانۍ، چې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د. . .

BACK TO NEWS