د کابل ولایت او ښار د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره مسلکي سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۹:۱۶
14

هغه ۶ ورځنی سیمینار چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار او ولسوالیو د مدرسینو د مسلکي پراختیا ۸۰ تنو علمي غړو وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوی و، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د اسلامي زده کړو د معین، مرکزي رئیسانو، د کابل ښار او ولایتونو د پوهنې مسئولینو په حضور سره پای ته ورسېد.

دپوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د دغه سيمينار پر ارزښت دخبرو په ترڅ کې ګډون والو ته وويل: هغه څه چې په دې سيمينار کې مو زده کړل ستاسو مسئوليت دى چې په مدارسو کې يې خپلو استادانو او زده کوونکو ته ورسوئ.

نوموړي زیاته کړه، له هغو مهارتونو چې تاسو دلته زده کړل، د تعلیمي کیفیت د لوړوالي په موخه منظم پلانونه جوړ کړئ، ترڅو تدریسي کیفیت د امکان تر حده لا پسې لوړ شي او د یاد سیمینار له زده کړو مهارتونو څخه د طلابو د زده کړې پروسې ښه کولو لپاره ګټه پورته کړئ.

هېره دې نه وي چې د غونډې په پای کې ګډون والو ته تقدیرنامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS