د کابل او پکتیا له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۱۲:۵
چند خبر از کارکرد های ریاست معارف ولایت های کابل و پکتیا

د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني د دې ولسوالۍ د دیني مدارسو او ښوونځیو له مدیرانو سره په کاري غونډه کې له هغوی وغوښتل، چې د سالمې زده کړې له لارې ټولنې ته ژمن، بیدار او هوښیار نسل وړاندې کړي.

په بل خبر کې
د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ د مرکزي دارالحفاظ له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه، ځینې نیمګړتیاوې او کاري ستونزې یې یاداښت کړې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د دې رياست له آمرینو او کارکوونکو سره غونډه وکړه، چې په دې غونډه کې یې د یادې ادارې له مسوولينو سره په مهمو او جدي موضوعاتو  په باب خبرې وکړې ،د غونډې ګډونوالو ته يې د يووالي او اخلاص بلنه ورکړه او له هغوی يې وغوښتل، چې په اداري چارو کې قانوني چلند وکړي.
نوموړي له خلکو او ملي سوداګرو هم وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره ترخپله وسه مرسته وکړي.

د یو بل خبر له مخې
د پغمان ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د عبدالله جان شهید لېسې د اداري او تدریسي چارو د څارنې ترڅنګ د دغې لېسې زده کوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د پوهنې رياست د تعلیمي څارنې آمریت د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو څخه له ٧٥ تنو راستانه شويو زده کوونکو څخه د سویې ازموینه واخیستله.
د دې ازموینې بریالي زده کوونکي به د ښوونځۍ په اووم، اتم او نهم ټولګیو کې کېنول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS