د ښوونیزو خدمتونو حالت څيړلو په موخه پوهنې وزیر په ناڅاپي ډول د وزیر آباد نوې جوړه شوې لیسې څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار ۱۰ لسمې تعلیمي حوزې د نوې جوړه شوې وزیرآباد لیسې څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه او د یادې لیسې ښوونیز خدمتونو حالت یې له نژدې وڅيړه.
په دې لیدنه کې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د یادې لیسې له ټولګیو څخه په جلا ډول لیدنه وکړه او د ښوونکو د درس ورکولو میتود، زده کوونکو او ټولګیو حالت يې له نژدې و کاته.
همدارنګه پوهنې وزیر په مخامخ او ښه فضا کې له زده کوونکو سره خبري وکړې او له هغوي څخه يې و غوښتل چې د هیواد پرمختګ او لوړو اهدافو په موخه زده کړه او ښوونه خپل یواځينۍ لار غوره کړي.
ډاکتر بلخي همدارنګه د یادې لیسې له مدیر او ښوونکو سره خبرې وکړې او د شته ستونزو له اوریدو نه وروسته، د ښوونې او روزنې خدمتونو ښه والي په موخه یې لازم هدایتونه ورکړل.
د یادونې وړ ده چې د وزیر آباد نوې لیسه ۱۳۵ ټولګي لري چې ۴۵۹۰ زده کوونکې په کې زده کړې کوي.
باید وویل شي چې دا لیسه په دريو درسي وختونو کې هلکانو او نجونو زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
