د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د احصائیې راټولولو د مېتودونو په اړه مسلکي سیمینار پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د کابل ولایت په ۱۴ ګونو ولسوالیو کې د مدارسو، ښوونځیو او د سواد زده کړې کورسونو ۶۸۴ تنو آمرینو او مسئولینو ته د ښوونکو، زده کوونکو او نورو اړینو معلوماتو اړوند د احصائیې راټولولو مسلکي سیمینار د پغمان ولسوالۍ په پوهنې آمریت انګړ کې پرانیست.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین سربېره، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو، د احصائیې او معلوماتو ریاست کارپوهانو هم ګډون درلود.
په پيل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو اړتیا او اغېز ته په اشارې سره وویل: د یاد سیمینار اساسي موخې د دقیقې احصائیې په تړاو د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو د کاري وړتیاوو لوړول، ګډون والو ته د مسئولینو، استادانو او زده کوونکو په اړه د معلوماتو راټولولو د نویو طریقو ښودل او آمرینو سره د احصائیې په فارمټونو کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه د نویو معلوماتو شریکول دي.
همدارنګه نوموړي د دقیقې احصائیې او معلوماتو په راټولولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دقیقه احصائیه په پرېکړو کې مهم رول لوبوي او په چاروکې د روڼتیا، د سرچینو د بې ځایه مصرف څخه د مخنیوي او په چارو کې د پرمختګ سبب ګرځي.
ورپسې د معلوماتو او احصائیې ریاست یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او له ګډون والو یې وغوښتل، چې د دغه سیمینار له علمي او مسلکي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
مراسم د ټاکل شوې آجنډا سره سم د کارپوهانو له خوا په پرېزنټېشنونو سره پیل شول او ټاکل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.