د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ۳۵۴ خالي بستونو رقابتي ازموینې د دویم پړاو (تقریري) پایلو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ۳۵۴ خالي بستونو رقابتي ازموینې د دویم پړاو (تقریري) پایلو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري د یاد ریاست د ۳۵۴ خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه، چې له ډلې یې ۱۴۶ تنه د معیاري نمرو په ترلاسه کولو بریالي او د ازموینې دویم پړاو (تقریري مرحلې) ته یې لار وموندله.
یادونه
۱- هغه غوښتونکي چې د ازموینې له دویم پړاو وروسته یې د خپلې خوښې بستونه ترلاسه کړي دي، د اسنادو طی مراحل چارې یې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري ترسره شوې او پاتې ګومارنې چارې دې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو له لارې ترسره کړي.
۲- هغه نوماندان چې د دویم پړاو له ازموینې وروسته په احتیاطي لېست (ریزرف) کې شامل شوي دي، د خالي بستونو د موجودیت په صورت کې کولای شي، د وږي/ سنبلې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د اداري ګومارنې چارو ترسره کولو په موخه د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي.
د درنو نوماندانو د تقررۍ ازموینې د دویم پړاو (تقریري مرحلې) پایلې په لاندې جدولونو کې خپرېږي.
