د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ جوړې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۶:۱۰
د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ جوړې شوې

پوهنې وزارت_زابل: د پوهنې ریاست چوکاټ کې د یونیسف همکارې موسسې له لوري د مرکز کلات د شپږو لېسو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې چې یوه اونۍ به دوام وکړي او غوره ټیمونه به پکښي په ګوته شي
د مالوماتو له مخې په دې سیالیو کې به هره لوبډله یوه یوه لوبه کوي او پای لوبه چې هرچا وګټله نو ورته د سیالیو کف او د سیالیو ټولو ګډون کوونکو لوبغاړو ته د کرکټ اړوند توکي ورکول کیږي
د پوهنې ریاست د زده کوونکو د علمي کچې لوړنې ترڅنګ غواړي په فزیکي او روحي شکل سره زده کوونکي تقویه او ورته بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي چې له مخې يې ظرفیت ته زیات فکر کیږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS