د ښوونكو او كاركوونكو د معاشونو وركړه به په ټول هيواد كې په استثنايي ډول دوام ولري

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۴:۷

د ښوونكو او كاركوونكو د معاشونو وركړه به په ټول هيواد كې په استثنايي ډول دوام ولري

۲۰ غويى ۱۳۹۹

پوهنې وزارت _ كابل: د تودو سيمو د حق الزحمه ښوونكو د معاشونو د وركوولو موضوع چې د جمهوري رياست عالي مقام ته وړاندې شوې وه د پوهنې وزارت د دې اونۍ په رهبرۍ جلسه كې پرې بحث او خبرې وشوې.

په ياده غونډه كې چې د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاكټر محمد ميرويس بلخي په مشرۍ جوړه شوې وه د دې وزارت معينانو او مركزي رئيسانو هم پكې ګډون درلود او د زده كړه ايزو خدماتو د بديلې طرحې او دغه راز د كرونا ويروس د خپريدو له ويرې په آنلاين ډول د آزموينو پر اخيستلو خبرې اترې وشوې.

د سواد زده كړو كتابونو چاپ او ويش، په بوديجه كې تعديل او تغييرات او پوهنې وزارت كې د تاوتريخوالي پاليسۍ تطبيق هغه بيلابيلې موضوع ګانې وې چې په دغه غونډه كې پرې بحث وشو.

معينانو او مركزي رئيسانو په خپلو مربوطه سكتورونو كې پر موجوده ستونزو خبرې وكړې او د يادو ستونزو د حل په موخه يې د عملي ګامونو په پورته كولو او د اصلاحاتو د راوستلو په برخه كې يې خپلې انديښنې د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره شريكې كړې.

د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ جلسې له برنامې سره سم په دوامداره توګه د پوهنې د كړنو د لاښه والي په موخه په خپل وخت دايريږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS