د ډاډګيرنې پيغام
په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د معارف کورنۍ علمي شخصيت شووندي صدرالدين اشرفي، د ورپيښې ناروغۍ له امله د تل لپاره خپله لار بيله کړه او په ابدي سفر ولاړ.
( انا الله و انا اليه راجعون )
شووندي د ښوونځي دولس کلنه دوره په کابل کې پاى ته رسولې او لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې د ادبياتو برخه کې د مسکو دولتي پوهنتون کې پاى بشپړې کړې دي.
نوموړي د معارف په بيلابيلو برخو لکه نادريه ليسې کې د استاد په توګه، د ښوونې او روزنې معينيت د مرستيال، د ښوونکو د تخصص د اکمال رئيس او د ښوونکو د روزنې رياست د رئيس په توګه، په پور ريښتينولۍ سره دنده ترسره کړې، همداراز نوموړي څو علمي اثرونه او يو شعري ديوان هم ليکلى.
د پوهنې وزارت مشرتابه د نوموړي مړينه د پوهنې کورنۍ ته ستره ضايعه ګڼي، کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کوي او نوموړي ته د خداى پاک له درباره فردوس جنت غواړي.
