د څېړنې او ښوونیزې پراختیایي ټولنې پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل
له امريکا څخه راغلي د پروفیسور بادرول خان په مشرۍ د څېړنې او ښوونیزې پراختیایي ټولنې پلاوي، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سره وکتل او د افغانستان د پوهنیزو نظام په اړه يې ورسره مفصلې خبرې وکړې.
د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست وایي: د دغه غونډې پر مهال د هېواد په ښوونیز نظام کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له میتودونو څخه د استفادې، په نورو هېوادونو کې د الکترونیکي زده کړو د غوره میتودونو د شریکولو او د ښوونکو د مسلکي ودې پر پروګرامونو خبرې اترې وشوې.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست یاد پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، د افغانستان پوهنیز نظام د نورو برخو په څېر د لسیزو جګړو په ترڅ کې ډېر زیانمن شوی؛ نه یوازې دا چې ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري، بلکې موږ مسئولیت لرو ترڅو د ښوونې او روزنې سیستم د نړۍ له ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګونو سره همغږی وساتو، یادې موخې ته د رسېدو لپاره موږ د نړیوالې ټولنې او ستاسو ساینس پوهانو همکارۍ ته سترګې په لار یو.
ورپسې ياد پلاوي د پوهنې وزارت د مسئولينو له مېلمه پالنې مننه وکړه او د پوهنې وزارت مشرتابه ته يې د افغانستان د پوهنې د معياري کېدو په موخه، د خپلو همکاريو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د AIJUE بنسټ رئیس، د هند، ترکیې او کابل پوهنتون استادانو هم ګډون درلود.
