د ځينو ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۰
11

له څو ولایتونو:

د پوهنې وزارت له لوري د همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هرات، زابل، کاپیسا، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د مدارسو او ښوونځیو د یو زره ۲۶۹ ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې میتودیکي سیمینارونه جوړ شول.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رياست د مدارسو او ښوونځيو د ۳ زره زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې سيالۍ پيل کړې.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي وويل، د دغو سیالیو څخه يې اساسي موخه، د ا.ا.ا. د نظام له کړنو او دندو څخه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول دي.

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د یاد ولايت د شهيد مطيع الله لېسې له درسي کړنو څخه د څارنې ترڅنګ، د خلکو په مالي ملاتړ د کمپيوټر يو باب ټولګی هم پرانیست.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: په پوهنې ریاست کې یې پستي خدمتونه فعال کړي دي او له دې وروسته به د زده کوونکو شهادتنامې او اداري اسناد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پسته خونې له لارې اړوندو ولایتونو ته انتقالېږي.

هلمند

د پوهنې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د هلمند ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د زده کوونکو د قرطاسیې سهمیه د یاد ولایت د ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته تسلیم کړه او په پام کې ده، چې د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په. . .

BACK TO NEWS