د پکتیکا ولایت یو تن با احساسه ملي سوداګر د ښوونکو سره شخصي مرسته وکړه
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر نورمحمد شاهد افغان ، د یادې ولسوالۍ اړوند شیخان عالي لېسې د ۷ تنو ښوونکو(۱۴۰۱-۱۴۰۲) کلونو دوه کلن معاش چې د ځينو تشکیلاتو ستونزو له امله پاتې وو، ورکړ.
د پکتیکا پوهنې ریاست د مالي مدیریت د ارزونې له مخې، د یادو ۷ تنو ښوونکو ټولټال دوه کلن معاش ۵۶۰ زره افغانۍ وو، چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د دغه با احساسه ملي سوداګر له لوري په نقدي توګه ورکړل شو.
دغه راز یاد با احساسه هېوادوال، د شیخان لېسې او ښوونیزو کورسونو ته د سون توکو وېش ترڅنګ، د ښوونکو لپاره ۲۵ زره افغانۍ هم ځانګړې کړې، ترڅو ځوانانو ته د دیني او عصري علومو زده کړې ورکړي.
له همدې امله نوموړي ژمنه وکړه چې د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو د ښځينه ښوونکو معاشونه به په دايمي ډول ورکوي.
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د دغه ملي سوداګر د نېک احساس له امله مننه او قدرداني وکړه.
