د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۳،۷ مېلیونه افغانیو په لګښت درسي توکي ولېږل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۸
ضصثق54ق
د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۳،۷ مېلیونه افغانیو په لګښت تخنیکي وسایل او ښوونیز توکي واستول شول، چې ټاکل شوې د یاد ولایت د مرکز او ۲۵ ولسوالیو پر ښوونځیو ووېشل شي.
د یاد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو د معلوماتو له مخې، په دغو توکو او اجناسو کې کمپيوټرونه، پرنټرونه، مېزونه، څوکۍ، المارۍ، د لوبو وسايل، جامې او نور اړين توکي شامل دي، چې په وېشلو سره به يې تر ډېره د ښوونځيو ستونزې هوارې شوې.
د ښوونیزو مرکزونو مسئولینو او ښوونکو د دغو توکو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده او د هغو شتون یې د زده کوونکو په تدریسي بهیر کې خورا اغېزمن وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS