د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۴
564654

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د دغه اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د جومات جوړول نه یوازې زده‌کوونکو ته د عبادت زمینه برابروي، بلکې د ښوونځي چاپېریال ته معنوي ښکلا هم وربښي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS